CRI Online

د سپوږمۍ اختر

cri     (GMT+08:00) 2012-09-29 09:47:32

د زراعتي جنترۍ د اتمې مياشتې پېنځلسمه ورځ د "جونګ چو" په نامه د چينايانو درېيم دروند اختر دی. څرنګه چې د دی ورځې په ماښام سپوږمۍ ډېره لويه او ګرده ښکاري او په چيني ژبه کې مدور د غونډيدو، راټولېدو او يووالي په معنی دي، نو د جونګ چيو اختر د کورنۍ د غړيو د راغونډيدو د اختر په نوم هم يادېږي. د دې اختر په ماښام د هرې کورنۍ ټول غړي يو ځای سپوږمۍ ته ګوري او په همدې مناسبت جوړ شوی د يوبينګ په نامه خاص خوراک خوري. يوبينګ يو ډول د سپوږمۍ په شان مدور خوږ کيک دی چې په منځ کې يې خوندورې قيمه اچول کېږي او په دواړو مخونو يې د سپوږمۍ تصوير او د يووالي په باب الفاظ ليکل شوي وي. يوبينګ د يو ډول ښې تحفې دې ورکړې په توګه هم ګڼل کېږي، د جونګ چيو اختر له رارسېدو مخکې ورځو کې د چين بېلا بېلو ځايونو په دوکانونو او سوپر مارکيټونو کې د يوبينګ کېک زيات ډولونه ليدل کېږي په ډېرو ښکليو ډبيو کې بسته بندي شوي وي. که هر څوک يې يوازې ښکليو ډبيو ته هم وګوري زړه يې کېږي چې يو څه را ونيسي.
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای