CRI Online

مو يان

cri     (GMT+08:00) 2012-10-22 17:47:56

چيني ليکوال مو يان په ١٩٥٥ کال کې د چين د شان دونګ ولايت په ګاو مي ولسوالی کې زېږېدلی دی. د ده پلار او مور بزګران وو. مو يان د ده ليکوالي نوم دې چې معنی يې خبرې مه کوه، د ده اصلي نوم ګوان مو يې دی.کله چې هغه دوولس کال و، په چين کې د کلتوري انتقابي فعاليتونو له امله يې ښوونځی پرېښود چې لومړی په کرهنيزو چارو او بيا وروسته په يوه فابريکه کې يې کار کاوه. په ١٩٧٦ کال کې هغه د چين د خلکو پوځ سره يو ځای شو چې په همدې وخت کې يې د عادبياتو په زده کړه او ليکوالی پيل وکړ. د ده لومړی لنډه کيسه په ١٩٨١ کال کې په يو عادبي خپرونه کې چاپ شوه او بيا په ١٩٨٦ کال کې ده د خپلې ليکنې په بهير کې د ليدو وړ لومړی برياليتوب تر لاسه کړی چې د تو مينګ ده هونګ لو بو په نامه ناول د عادبياتو يو اغېزناک ليکنه بلل کېږی او بيا په ١٩٩٣ کال کې په فرانسوي ژبه هم چاپ شو.

د مو يان په ليکنو کې د عمر په تېرېدو سره هر څه چې ده ليدلی او اورېدلی په تېره بيا د ده د ټاټوبۍ په اړه ټولنيز مالومات شامل دي. په ١٩٨٧ کال کې د ګاو ليانګ په اړه د پنځو کيسو ټولګاډه چې په ګاو مي ولسوالۍ د ٢٠ پېړۍ څو لسيزو ناارامي کيسی کوي چې پکې د جنګ سړلۍ کلتور د جاپاني خکيلک او د بې وزلو بزګرانو د ژوند سخت شرايط انځور شوي دي. د سور ګاو ليانګ په نامه ناول په ١٩٨٠ کال کې د چين د مشهور ډيرکتار جانګ يي مو لخوا په بريالي توګه فلم جوړ شوی او په نړيواله ټولنه کې يې ستر شهرت تر لاسه کړی دی.

په ٢٠٠٩ کال کې د مو يان تازه ناول وا چاپ شو چې په دې ناول کې د چين د يو ماشوم تګلارې د پلي کولو اغېزې څرګندوي. د ٢٠١١ کال په اګست کې مو يان په دې ناول سره د ماو دون عادبي جايزه وګټله چې په چين کې د عادبياتو په برخه کې تر ټولو لوړه جايزه بلل کېږی.

مو يان په خپلو ليکونو کې د خيال، واقيعت، تاريخ او ټولنيز لرليد په يو ځای کولو سره ځانګړی بڼه هواره کېده . د ٢٠١٢ کال په اکتوبر کې هغه د نوبل د عادبياتو جايزه تر لاسه کړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای