سېچوان ته د سفر تر سرليک لاندې د استعدادونو ښکاره کولو په هکله د CRI ځانګړې سيالي
د سيالۍ وخت:
د دوه زره او لسم کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې
د جايزې ډولونه:
د ځانګړې جايزې له لسو ګټونکو څخه څلور تنه د ليکنو،درې تنه يې د عکسونو او پاتې نور درې تنه يې سېچوان په اړه د انځورونو له مخې ټاکل کېږي. برسېره پر دې،څو تنه د لومړۍ،دوهمې او درېيمې درجې جايزې ګټونکي هم ټاکل کيږي.د ځانګړې جايزې ګټونکي ته به د دوه زره او لسم کال د سپټمبر په مياشت کې د چين سېچوان ولايت ته د وړيا سفر بلنه ورکړل شي.
د سيالۍ موضوعات:
دغه سيالۍ د غوره ليکنو،عکسونو،انځورونو او لاسي صنايعو له دريو برخو څخه جوړيږي او تاسو کولی شئ چې په يوه يا څو برخو کې ګډون وکړئ.
د سي ار ای راډيو په ٢٠٠٦ او ٢٠٠٨ کال کې د سېچوان ولايت ته د سفر په هکله ملوماتي سيالۍ هم جوړې کړې وې چې له امله يې بهرنيو اورېدونکو او وېبپاڼو لوستونکو د دغه ولايت د غني سيلانيو چارو د سرچينو او ښکليو طبيعي منظرو او رنګارنګ ولسي دودونو په باب زيات معلومات ترلاسه کړي دي.د ٢٠١٠ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د سي ار ای راډيو بيا د غوره ليکنو،عکسونو،انځورونو او لاسي صنايعو له لارې يوه بله سيالي په لاره اچوي چې نوم يې دی سېچوان ته د سفر په هيله چې ګډون کوونکي کولی شي د خپلو استعدادونو په برکت په خپل زړه کې د سېچوان په هکله خپلې خاطرې څرګندې کړي.
ترتيبوونکي يونټونه: د سېچوان ولايت ولسي حکومت او د
چين نړيواله راډيو
جوړونکی:CRI ON LINE
د سيالۍ په هکله ملومات:
  که تاسې د چين سېچوان ته سفر کول غواړئ،مهرباني وکړئ چې د سېچوان په هکله خپل په زړه پورې خاطرات او ليکنې زمونږ سره شريکې کړئ.که تاسې غواړئ چې سېچوان ته ولاړ شئ، کېدای شي خپله هيله وليکئ.
تاسې بايد د سيالۍ په هکله لاندې شرايط بشپړ کړئ:  ١- ليکنې مو هم اوږده او هم لنډه کېدلی شي،د خواږه نثر او خواږه شعر په ژبه يې هم ليکلی شئ. مهربانی وکړئ چې د ليکنې عنوان، خپل نوم، تابعيت او د تماس نيولو پتې مو په سمه توګه را ته وليکئ.
  ٢- هر عکس بايد له ٥ MB څخه کوچنی وي.د پاملرنې وړ دا ده چې عکس بايد پخپله اخيستل شوی وي او د عکس يا عکسونو په هکله بشپړ معلومات دې وليکل شی . مهرباني وکړئ چې د عکس نوم، ستاسې نوم او تابعيت او د عکس په هکله توضيحات او ستاسې سره د اړيکې نيولو لارې چارې را ته وليکئ ( لکه د عکس اخيستلو وخت، ځای او داسې نور )
  ٣-انځورونه او لاسي صنايع: هيله ده چې د سېچوان په باب ستاسې لخوا کښل شوي انځورونه يا جوړ شوي لاسي صنايع په سيالۍ کې د غوره انځورونو او لاسي شيانو په توګه ټاکل کيږي.
لطفأ د خپلو انځورونو او لاسي صنايع عنوانونه، ستاسې نوم ،تابعيت او اړوند معلومات پکې وليکئ.
په سيالۍ کې د ګډون لارې چارې:    مهرباني وکړئ چې ستاسې ليکنې، عکسونه، انځورونه او نور اثار زموږ د راډيو وېبپاڼې په پته راواستوئ (pushtu@chinabroadcast.cn) او هم کېدای شی چې په مستقيم ډول زموږ راډيو په پته راوليږئ
چې پته يې دا ده:
پر ((ګډون غواړم)) د کليک له لارې خپل اثرونه لېږل کيږي
PASHTO SERVICE,CRI-21
CHINA RADIO INTERNATIONAL
P.O.Box 4216,BEIJING
P.R.CHINA 100040