د ډيجيټل چين ۳مه سرمشريزه غونډه د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د فو جيان ولايت په فو جو ښار کې پرانيستل شوه. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د ډيجيټل اقتصاد د کارولو ۱۰۰ حالاتو راپور خپور کړ چې له مخې يې اوس د چين ډيجيټل اقتصاد شين او ګړندی پرمختګ د ستر پرمختګ پټ توان ښودلی.
د يادې کميټې د سرمنشي مرستيال وو هاو په خپلو خبرو کې وويل چې اوس د چين د ډيجيټل اقتصاد نويو ماډلونو کې څلور اصلي پرمختيايي تمايلونه شتون لري:
لومړی ، د انلاين نوی خدمتي ماډل وده کوي او د مصرف نوی بازار فعالوي.
دوهم ، د صنعت د ډيجيټل کولو بدلون ته وده ورکوي او د واقعي اقتصاد نوی خوځنده ځواک قوي کېږي.
درېيم ، نوی شخصي اقتصاد ګړندی پرمختګ د مصرف او کارموندنې لپاره نوې فضا پرانيزي .
څلورم ، د شريکولو اقتصاد نوې بڼې په پر له پسې توګه رامنځته شوې چې د توليدي فاکتورونو د برابرولو لپاره نوې لارې چارې رامنځته کړی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |